چين: امنيت شورا بايد د فلسطين او اسرائيل ترمنځ اوربند ته لومړيتوب ورکړي
CMG2023/10/25 15:12:03
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ هراړخيز اوربند ته لومړيتوب ورکړي.

جانګ جون په همدې ورځ د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډې کې ويلي، چې امنيت شورا بايد د سمدستي اوربند د غوښتنې لپاره روښانه او څرګنده ژبه وکاروي او بېلا بېل هیوادونه باید د جیوپولیټیکي يا جغرافيايي ګټو پر ځای انساني سلوک او اخلاقو ته غاړه کیږدي او دوه ګوني معیارونه بايد ونه کاروي.

نوموړي پر امنیت شورا غږ کړی، چې په روښانه ژبه د غزې له اشغالګرو څخه وغواړي، چې پر دغې سیمې بنديزونه لغوه کړي، د اوبو، برېښنا او د تیلو اکمالات ورته بیا برابر کړي او د غزې د خلکو اجتماعي سزا دې پای ته ورسوي.

جانګ جون په ټينګار ويلي، چې چين به د نړيوال عدالت او نړيوالو قوانينو تر څنګ ولاړ وي او د فلسطين مسئلې د هراړخيز، دايمي او عادلانه حل لپاره به پر له پسې هلې ځلې وکړي.

(ژباړه: شکريه)