وانګ يي به امریکا ته رسمي سفر وکړي
CMG2023/10/25 11:36:15
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اکتوبر په ۲۴مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړی او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د امریکايي سیال انټوني بلینکن په بلنه د اکتوبر له ۲۶مې څخه تر ۲۸مې امریکا ته رسمي سفر وکړي.

د مېرمن ماو نینګ په وينا، وانګ يي به د دغه سفر په څنډې کې د امریکې له لوړپوړو چارواکو سره د چین او امریکې د اړیکو او د دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي او د ځينو مسئلو په اړه به د چين دريځ څرګند کړي.

ماو نينګ هيله ښودلې، چې امریکا دې له چین سره د دواړو هېوادونو د مشرانو اجماع ښه تطبیق کړي، خپلمنځي تبادلې او ډیالوګ دې پياوړي او همکارۍ دې پراخې کړي، توپیرونه او اختلافات دې کنټرول کړي او له چین سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره دې اغېزمن کوښښونه وکړي.