چين او کولمبیا ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې
CMG2023/10/26 10:44:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جین پينګ د اکتوبر په ۲۵ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کولمبيا له ولسمشر ګوستاوو پيترو سره کتلي دي.

دواړو مشرانو د چين او کولمبيا ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان کړی دی.

شي جين پینګ د چين او کولمبيا د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو د اوږدمهالو هڅو نتيجه او د خپلمنځي متقابل  باور او همکاريو نښه بللې او ويلي يې دي، چې هېواد به يې له کولمبيا سره دغو اړيکو ته ښه پرمختګ ورکړي او خپلو خلکو ته به زیاتې ګټې ورسوي او نړيوالې سولې او پرمختګ ته به انرژي ورکړي.

ګمستاوو پيترو ويلي، چې هېواد يې د چين کمربند او لارې وړانديز ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له خپلو جغرافيايي ځانګړتياوو څخه ګټه واخلي او خپله ستراتېژي له کمربند او لارې سره وصل کړي او دغه راز په زېربناوو، پاکې انرژۍ او ځينو نورو برخو کې به هم خپلمنځي همکارۍ ورسره تقويه کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې زیاتې چيني تصدۍ په کولمبیا کې پانګونې وکړي.

دواړو سیالانو د خبرو په پای کې د چين او کولمبيا ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.