د چين د دفاع وزارت د امريکا بې ځايه راپور رد کړ
CMG2023/10/26 15:21:03
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت په دې وروستيو کې د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين د پوځي چارو او امنيت د پرمختګ راپور خپور کړ. د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه وويل، چې د امريکا دغه راپور حقيقت ته له پامه پرته جعلي معلومات او دروغ جوړ کړي، د مبهمو او ناڅرګندو خبرو له لارې يې د چين د دفاعي پاليسۍ او پوځي ستراتيژۍ په اړه د معلوماتو تحريف کړی، د تش په نوم (( د چين پوځي ګواښ )) نظريه يې خپره کړې، د ذروي، فضانوردۍ او انټرنيټ په برخو کې يې د چين د پوځي ځواکونو د پرمختګ په اړه يې بې بنسټه ګومانونه او وړاندوینې کړي، د تايوان مسئلې په اړه يې بې ځايه او ناوړې خبرې کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده. ښاغلي وو چيان وويل، چې چين د امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او امريکا ته يې جدي احتجاج وړاندې کړی دی.

وو چيان وويل، چې چين پر سوله ييز پرمختګ ټينګار لري او د دفاع په موخه پوځي ستراتيژي پلې کوي. چين هېڅکله د لوې هېواد په توګه پر کوچنيو هېوادونو ظالمانه کړنې نه دي کړې او د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې يې هېڅ جګړه نه ده پارولې او د نورو هېوادونو پر خاورو یې تېری نه کړی. برعکس، امريکا جنګ غوښتونکی هېواد دی، چې دغه هېواد د خپل شتون په ۲۴۰ کلونو کې يوازې په ۱۶ کلونو کې جګړه نه ده کړې، د نړۍ په څه باندې ۸۰ هېوادونو او سيمو کې يې له ۸۰۰ زياتې پوځي اډې جوړ کړې او په افغانستان، عراق، سوريه او ليبيا کې يې ګن شمېر بشري تراژيدۍ جوړې کړې دي.

وو چيان امريکا د نړيوال نظام د ګډوډۍ اصل، د نړۍ د ناآرامۍ پټ چلوونکی او د سيمه ييزې سولې او ثبات لومړی لوی ويجاړوونکی بللی او ويې ويل، چې د پېچلي او خطرناک نړيوال امنيتي چاپېريال پر وړاندې، چين د ځواکمن پوځ جوړولو ته اړمن دی. نوموړي زياته کړه، چې د چين د پوځي پرمختګ موخه د جنګي ګواښونو مخنيوی، د خپل امنيت خونديتوب او د نړيوالې سولې ساتنه ده او پرمختګ يې د درېيمې خوا پر ضد نه دی او معقول، قانوني او په مناسب حد کې دی.

وو چيان وويل، چې چين خپل اټومي قوت د ملي امنيت د اړتياوو په ټيټ حد کې ساتلی او د نړيوال ستراتيژيک امنيت د خونديتوب لپاره يې هڅې کړې. برعکس، امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې ګام په ګام د بالېستيک ګوليو ضد توغندي د مخنيوي تړون په شمول د پوځي تجهيزاتو د کنټرول له تړونونو څخه وتلې ده، خپل اټومي قوت يې پياوړی کړی او هڅه يې کړې، چې په اروپا او اسيا او آرام سمندر سيمو کې د منځنۍ فاصلې د ځمکنيو توغنديو سيستمونه جوړ کړي. سربېره پر دې، د اټومي اوبتل په اړه د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ همکارۍ د اټومي وسلو د خپرېدو خطر جوړ کړی او د سيمې سولې او ثبات ته يې زيانونه رسولي دي.

وو چيان دې ته اشاره وکړه، چې د چين له خوا د تايوان د صلاحيت بيا تر لاسه کول له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظام يوه برخه بلل کېږي او دا چاره په قاهره اعلاميه او پوتسدام اعلاميه کې شامله شوې ده. د يو چين پېژندنې اصل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۲۷۵۸م نمبر پرېکړه ليک له خوا تایيد شوی، د نړيوالې ټولنې ګډ توافق ګرځېدلی دی. بلخوا، د تايوان د ډيموکراتيک ګوند اداره د امريکا د ملاتړ او مرستې پر مټ له چين څخه خپلواکي غواړي، له دې ورهاخوا، د امريکا حکومت له تايوان سيمې سره د رسمي تګ راتګ کچه لوړه کړې او تايوان سيمې ته يې د پوځي تجهيزاتو پلور او ورسره پوځي مرستې کړې. د امريکا او تايوان سيمې دغه کړنې د تايوان تنګي د اوسني وضعيت د بدلون سبب دی. وو چيان وويل، چې چين د خپل ملي حاکميت د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه نيولي او دغه کړنې مناسبې، معقولې او قانوني دي. امريکا د لاسوهنې او نيوکې حق نه لري.

وو چيان دې ته اشاه وکړه، چې امريکا له تېرو شلو کلونو راهيسې د چين په اړه پر خپل ناسمې پېژندنې ټينګار کړی او کال په کال يې له دروغو او جعلي معلوماتو ډک راپورونه خپاره کړي. د امريکا دغه کړنو خپل ځان ته زيانونه رسولي او نړۍ ته يې ناوړه پيغامونه ورکړي دي. نوموړي له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې له دغو کړنو څخه لاس واخلي او په صميمي رويه د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.