چين: د يوې سوله ييزې، خوندي او له تاوتريخوالي څخه پاکې نړۍ د ابادۍ لپاره به زيات خدمتونه وکړي
CMG2023/10/26 11:19:12
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دايمي کمیټې په خپلې شپږمې غونډې کې د ټوپکونو او مهماتو د غير قانوني توليد او قاچاق د مخنيوي او له نړيوالو جرمونو سره د مبارزې په پار د ملګرو ملتونو د اضاقي پروتوکول د منظورۍ پرېکړه تصويب کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۲۵مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې ياد پروتوکول د ټوپکونو له غير قانوني توليد او قاچاق سره د مبارزې په موخه يوازيني قانونی سند دی، چې پکې د ټوپکونو د کنټرول لپاره د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې شاملې دي.

نوموړې ويلي، چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي او د نړيوالې ټولنې  د يوه مسئولانه غړي په توګه غواړي، چې د دې پروتوکول په منظورۍ سره له بېلا بېلو خواوو سره همکارۍ پياوړې کړي او د يوې سوله ييزې، خوندي او د ټوپک له تاوتريخوالي څخه پاکې نړۍ د ابادۍ لپاره زيات خدمتونه وکړي.