د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۳مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ په جونګ نان های دفتر کې د کارګرو دولتي ټولنې د نوي مشرتابه پلاوي له غړو سره ليدلي دي.
نوموړي له ياد پلاوي سره په خبرو کې د کارګرو ټولنه د کمونېست ګوند د مشرۍ تر چتر لاندې د کارګري طبقې ډله ييز سازمان بللی او په وينا يې، ګوندي غړي بايد د کارګرو ټولنې په تړاو د ګوند هراړخيزه رهبري وساتي، د زړه له کومې بايد پرې تکیه او تګلارو ته يې غاړه کېږدي، د کارګرانو مثبتيت، نوښت او خلاقيت باید راپورته کړي او د يو غښتلي هېواد په جوړولو او د ملي سمسورتيا په رامنځته کولو کې باید د کارګرو د فعال ګډون لپاره هڅې وکړي.
(ژباړه: شکريه)