د شن جو ۱۷م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د ستور مزلو سفر د پيل مراسم د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې تر سره شول
CMG2023/10/26 11:18:21
شريکول:

فضا ته د شن جو ۱۷م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د ستور مزلو سفر د پيل مراسم د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د چين د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې تر سره شول.

د چين د انسان وړونکې فضايي بېړۍ د پروژو عمومي قوماندان او د فضايي سټېشن د کارونې او پرمختګ په پړاو کې د الوت عمومي قوماندان شو شيو چيانګ د نن سهار په ۸ بجو درېیو ستور مزلو(یانګ هونګ بو، تانګ شنګ جي او جيانګ شين لين) ته امر وکړ، چې فضا ته سفر پيل کړي.

د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ستورمزلي شاوخوا پنځه میاشتې کيږي، چې په فضايي سټېشن کې دي او هلته يې د اوسنيو ستورمزلو د هرکلي لپاره چمتوالی نیولی دی.