لي چیانګ د روسیې له صدراعظم میخایل میشوستین سره وکتل
CMG2023/10/26 14:35:41
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د اکتوبر په ۲۵مې نېټې د قرغېزستان په پلازمېنې بشکېک کې له روسي سیال میخایل میشوستین سره کتلي او د دواړو په اوسنيو اړيکو ورسره غږیدلی دی.

لي چیانګ د چین او روسیې همکارۍ د کوم درېیم اړخ پر وړاندې او يا يې تر اغېزې لاندې نه دي بللي او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له روسیې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو اجماع ښه تطبیق کړي، د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په رڼا کې به د اروپا او اسیا د اقتصادي ټولنې همکارۍ پرمخ بوځي، د سوداګرۍ، پانګونې او انرژۍ په برخو کې به د دواړو هېوادونو همکارۍ پراخې او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې به يې نورې هم پياوړې کړي او په نوې زمانې کې به د دواړو هېوادونو هراړخیزې ستراتیژيکې اړیکې نوي پړاو ته پورته کړي.

میخایل میشوستین د روسیې او چین اوسنۍ اړیکې بې سارې بللي او په وينا يې، روسیه به له چین سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او د نړۍ د څواړخیزم پروسه به ورسره پرمخ يوسي.