د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي ادارې د مطبوعاتي او نشراتي ادارې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د اکتوبر په ۲۵مې نېټې د سويس په پلازمېنې ژنيو کې د نړيوال اقتصادي فورم له بنسټ ايښودونکي او اجرائيوي رئيس کلاوس سچواب سره کتلي او د خپلمنځي دوامدارو همکاريو په اړه يې ورسره د نظر ژورې تبادلې کړې دي.
شن های شيونګ ويلي، چين ميډيا ګروپ له څو کلونو راهيسې د نړيوال اقتصادي فورم په اړه هراړخيز راپورونه ورکوي او خوښي يې ښودلې، چې اوس دواړو خواوو خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ پېل کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته يې ګډه فعاله وده ورکړې ده.
کلاوس سچواب د نړيوال اقتصادي فورم په اړه د چين ميډيا ګروپ راپورونه ستايلي او مننه یې ترې کړې ده.
نوموړي د چين ميډيا ګروپ مرکې او راپورونه هر اړخيز، بشپړ، ژور او مسلکي بللي او په وينا یې، د يوې عمده نړيوالې رسنۍ په توګه يې عدالت په پام کې نيولی او خپل مسووليت یې پوره کړی دی.
نوموړي ويلي، چې د نړيوال اقتصادي فورم اداره به له چين ميډيا ګروپ سره د نړيوال پرمختګ، نړيوالو همکاريو او د مصنوعي ځيرکتيا په شمول د رامنځته شويو فرصتونو او ننګونو په اړه خپلمنځي تبادلې او ډيالوګ پياوړي او زيات کړي او د نړۍ اقتصادي پرمختګ ته به په ګډه خوځښت ورکړي.
(ژباړه: شکريه)