د امریکا د استازو جرګې د مشرتوب څوکۍ له تېرو درېیو اوونيو راهيسې تشه وه او د داخلي ټاکنو په درېیو پړاوونو کې ورته کوم نوماند نه و بريالی شوی.
استازو جرګې د اکتوبر په ۲۵مې نېټې د مشر د ټاکلو په پار د څلورم پړاو ټاکنې ترسره کړي او د لوزيانا ايالت د جمهوري غوښتونکي ګوند محافظه کاره غړی پکې بريالی شوی او د دې جرګې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د امريکا جمهوري غوښتونکی ګوند په استازو جرګې کې ۲۲۱ څوکۍ او ډيموکراتيک ګوند بیا ۲۱۲ څوکۍ لري.