لي چيانګ په جلا توګه د قرغېزستان له ولسمشر او صدراعظم سره وکتل
CMG2023/10/26 15:10:10
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۲۵ مې نېټې د قرغېزستان په پلازمېنې بيشکيک کې په جلا توګه د دغه هېواد له ولسمشر صدر جباروف او صدراعظم اکيربیک جباروف سره کتلي دي.

لي چيانګ ويلي، چې قرغېزستان د چين مهم ګاونډی دی او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د روان کال په مې کې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره نوې نقشه جوړه کړې او د خپلمنځي همکاريو د پرمخبيولو لپاره يې نوې دندې ټاکلې دي. نوموړي ويلي، هېواد به يې له قرغېزستان سره د مشرانو ګډې موافقې عملي کړي، په بېلابېلو برخو کې به ورسره د خپلمنځي همکاريو د لاسته راوړنو لپاره کار وکړي او خپلو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.

ولسمشر صدر جباروف د قرغېزستان او چين ترمنځ اړيکې په ښه پرمختګ کې بللي او په وينا يې، هېواد يې د چين د مهمو ګټو په برخه کې له دغه هېواد څخه ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چې قرغېزستان به له چين سره د دوستانه ګاونډيتوب اړيکې نورې هم ټينګې کړي او کمربند او لار به په ګډه ورسره اباده کړي.

د قرغېزستان صدراعظم اکيربیک جباروف له خپل چيني سیال سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو اړيکې د تاریخ تر ټولو لوړې سويې کې بللي او په وينا يې، هېواد يې غواړي له چين سره د کمربند او لارې د ابادۍ په برخه کې پياوړې همکارۍ وکړي، د اتصال کچه ورسره لوړه او د سيمې د ثبات او ټيکاو لپاره ورسره ګډ کار وکړي.