لي چيانګ د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال سره وليدل
CMG2023/10/27 11:13:14
شريکول:

لي چيانګ د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال سره وليدل

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ( صدراعظمانو) شورا د ٢٢مې غونډې په څنډې کې د ايران د ولسمشر له لومړي مرستیال محمد مخبر سره کتلي دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او ايران ډيپلوماتيکې اړيکې په تېرو پنځوسو کالونو کې له پيچلو او سختو نړيوالو حالاتو وتلي او ټينګې شوې دي.

نوموړي ويلي، چين به له ايراني لوري سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو هوکړې پلې کړي، خپلو خلکو ته به نور زیاتې ګټې ورسوي، د څو اړخيزو نړيوالو ميکانيزمونو(ملګرو ملتونه، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس) په چوکاټ کې به ورسره تبادلې او همکارۍ پياوړې او ريښتينی څواړخيزتوب به عملي کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې به وساتي.

محمد مخبر چين د ايران هراړخيز ستراتيژيک ملګری بللی او په وينا يې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې يې د چين له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي ويلي، ايران به له چين سره د کمربند او لارې وړانديز د ګډې ابادۍ، په بېلا بېلو برخو کې د متقابلو ګټورو همکاريو د پرمختګ او د څواړخیزم په چوکاټ کې د همغږۍ لپاره هڅې وکړي او خپلمنځي اړیکو ته به یې وده ورکړي.