د چين د شن جو ۱۷ نمبر انسان وړونکې فضايي بيړۍ د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د مازديګر په ۵ بجو او ۴۶ دقيقو فضايي مدار ته رسېدلې او د چين فضايي سټيشن د تيان هه اصلي دستګاه له لومړۍ برخې سره وصل شوې ده او د يو ځای کېدو بهیر يې کابو ۶.۵ ساعته دوام درلود.
د چين ستورمزلي تانګ هونګ به، تانګ شينګ جي او جيانګ شين لين له يادې بېړۍ څخه د تيان هه اصلي دستګاه ته ننوتلي دي.
د یادو ستورمزلو منځنی عمر د پخوانیو ستورمزلو په نسبت کم او ځوانان دي.
شن جو د ۱۶م او ۱۷م انسان وړونکې فضايي بیړیو د مستورمزلو دوه ډلې به په راتلونکې د ياد فضايي سټيشن په مدار کې وار په وار چارې ترسره کړي.
(ژباړه: شکريه)