په کابل کې يوې چاودنې دوه تنه وژلي
CMG2023/10/27 10:32:26
شريکول:

د کابل امنيې قومندانۍ د اکتوبر په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په ماښام کابل ښار کې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.

د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ خبري رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د کابل د ۱۸مې ناحيې په يو بازار کې شوې ده، پولیس سيمې ته رسیدلي او د پېښې په اړه يې پلټنه کړې ده.

ژغورونکو په پېښې کې ټپيان شوي کسان روغتون ته رسولي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.