د چین صدراعظم د شانګهای همکارۍ سازمان د داخلي همکاريو د ژورتیا په پار څلور وړاندیزونه وکړل
CMG2023/10/27 11:18:28
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د قرغېزستان په پلازمینې بېشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ( صدراعظمانو) شورا په ٢٢مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

لي چیانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو اصلي موخه دا بللې، چې د سیمې چارې د سیمه ييزو هېوادونو له لوري په مشورې ترسره شي او نور هېوادونه پکې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي د شانګهای همکارۍ سازمان د داخلې همکاريو د ژورتیا په پار څلور وړاندیزونه کړي دي.

۱ـ  د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د سیمې امنیت وساتي او له بهرنۍ لاسوهنې سره دې کلک مخالفت وکړي.

۲ـ د سازمان غړي هېوادونه دې د اقتصادي احیا د چټک کېدو بهیر په ګډه پرمخبوځي. ۳ـ د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د کمربند او لارې جوړونه په ګډه وهڅوي.

۴ـ د سازمان غړي هېوادونه دې د خلکو ترمنځ تفاهم پياوړی او د ښوونې، سپورټ او سیلانۍ په برخو کې دې خپلمنځي تبادلې نورې هم زياتې کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ګډونوالو مشرانو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې او د دغه سازمان د اقتصاد او سوداګرۍ، اوسپنیزو لارو او میکانیزم د جوړونې په شمول يې څو همکاریز سندونه او هوکړې تصویب کړې دي.

(هیله)