لي چيانګ د تاجکستان له صدراعظم قاهر رسول زاده سره وکتل
CMG2023/10/27 11:02:22
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين  د قرغېزستان په پلازمېنې بېشکيک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ( صدراعظمانو) شورا د ٢٢مې غونډې په څنډې کې د تاجکستان له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره کتلي دي.

لي چيانګ له خپل تاجکستاني سیال سره په کتنې کې ويلي، چې د چين او تاجکستان حکومتونو په وروستيو کالونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکو لارښوونو لاندې خپلمنځي اړيکې نږدې کړي او همکاريو يې ګټورې پایلې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې له تاجکستان سره د اصلي ګټو په محور ملاتړ ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو هراړخيزې همکارۍ به نوې کچې ته ورسوي.

رسول زاده په خپلو خبرو کې د تاجکستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د چين د اوږدمهاله قوي ملاتړ مننه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره دوديزه دوستي پياوړې کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ بهیر به ورسره چټک کړي او د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، انرژۍ، بنسټيزو تاسيساتو او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې به ورسره ژورې همکارۍ وکړي او د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ هر اړخيزو همکاريو او سيمه ييزې سولې او سمسورتيا ته به وده ورکړي.