چین ته د امریکا د کلیفورنیا ایالت د والي سفر
CMG2023/10/27 15:07:29
شريکول:

د امريکا د کليفورنيا ايالت والي ګیوین نيوزوم اوس له چين څخه ليدنه کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له نوموړي سره وکتل. د برېټانیا ډیلي مېل ورځپاڼې خبر ورکړ چې نیوزوم د چین د مشرانو له تاوده هرکلي سره مخ شو. يو شمېر بهرنيو رسنيو وویل، له دې څخه څرګندېږي چې چين له امريکا سره  سيمه ييزې همکارۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

رئيس شي جين پينګ د روان کال له جون راهيسې، د امریکا د ګيټس بنسټ له مشر بيل ګيټس، د بهرنيو چارو له پخواني وزير هنري کيسنجر سره وکتل او د امريکا ځینو دوستانو ته يې ځوابي پيغامونه ولېږل او په شخصي توګه يې د چين او امريکا د بېلا بېلو ټولنو د تګ راتګ او سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړې دي. رئيس شي جين پينګ څو ځلې دا ياده کړې چې د چين او امريکا د اړيکو بنسټ د خلکو په منځ کې نغښتی دی، هيله د خلکو په منځ کې ده او ځوانان راتلونکی اینده ده. دا ځل له نیوزوم سره د لیدنې په وخت کې رئيس شي وویل، خوځنده ځواک په سیمه ییزه ساحه کې پیدا کېږي.

په امریکا کې لومړی چیناټاون په کلیفورنیا ایالت کې جوړ شوی او سان فرانسسکو ښار په چین کې ډېر مشهور دی. کله چې چینایان امریکا ته سفر وکړي، کلیفورنیا اکثرا لومړی انتخاب دی. له ٢٠١٠م کال راهيسې چين د کليفورنيا تر ټولو ستر وارداتي سرچینه او مهم صادراتي بازار دی او له اوږدې مودې راهيسې يې د کليفورنيا لومړی لوی سوداګريز همکار دی. په ۲۰۲۲م کال کې په کالیفورنیا کې شاوخوا ۷۰۰ چیني شرکتونه فعالیت لري چې له ۱۹ زرو څخه زیات کاري دندې يې برابرې کړې دي. د روان کال په سپتمبر کې د شانګهای او لاس انجلس د بندرونو ترمنځ د زرغون دهلېز پلان د پلي کولو طرحه خپره شوه، دغه  لاره په نړۍ کې د سمندر له لارې د لېږد رالېږد تر ټولو متحرکه لار ده.

کلیفورنیا په مکرر ډول ځنګلي اورونه لري او په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون په اړه اندیښنه لري. اسوشیټیډ پریس اژانس وویل چې د کلیفورنیا ایالت دوه پخواني واليان براون او شوارزنیګر دواړه د اقلیمي همکارۍ لپاره چین ته تللي دي. تېر کال کليفورنيا د چين د ايکولوژي او چاپېريال له وزارت سره د همکارۍ يو تفاهم یادښت لاسليک کړ.

چين ته د نيوزوم د سفر يوه مهمه دنده له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه ده. د روان کال په سپتمبر کې هغه له CNN سره په مرکه کې ويلي چې له چين سره بايد د اقليمي بدلون اړيکو ته لومړیتوب ورکړي.

کلیفورنیا په امریکا کې د تخنیکي نوښت یو له ډېر مهمو اډو څخه دی. تر دې دمه د رسنیو لخوا خپاره شوي توضیحاتو څخه د تخنیکي همکارۍ لپاره د نیوزوم علاقه وګورو. د بېلګې په توګه، کله چې د چین شن جن ښار ته لاړ، هغه وویل چې شن جن ښار په څو کلونو کې د ځیرکو بسونو لویه شبکه جوړه کړې ده. "دا واقعاً تعجب ده، له همدې امله موږ دا ځل دلته راغلي یو."

سربېره پر دې، نیوزوم د چین او امریکا د اړیکو په اړه منطقي او عملي پوهه لري. د امريکا د سمېت پوهنځي کار پوهه سارا نيولنډ وويل، د نيوزوم دغه سفر ښايي د امريکا پر نورو واليانو اغېز وکړي چې چين ته د راتګ په اړه فکر کوي او د هغو کسانو باور زيات کړي چې هيله لري له چين سره د لا زياتو ارتباطي لارو پرانيسته وشي. دغه ډول سيمه ييز تګ راتګ د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره هم خوځنده ځواک ورکوي.

چين ته د نيوزوم د سفر په ترڅ کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلېنکن په بلنه د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه له امريکا څخه رسمي لیدنه پيل کړه. په داسې وخت کې چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د عادې کېدو تمایل لټوي، د والي نيوزوم سفر واشنګټن ته د يادونې په توګه کار کړی چې له چين سره د هغه منطقي او عملي چلند د واشنګټن له نورو سياستوالو څخه د زده کړې وړ دی.