د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ۱۷مې، ۱۸ مې او ۱۹مې سياسي بيورو دايمي غړی او د هېواد مخکينی صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۲۷مې نېټې د زړه حملې له امله مړ شوی دی.
لي که چيانګ په وروستيو کې شانګهای کې اوسېده.
نوموړی ۶۸ کلن و او د اکتوبر په ۲۶مې نېټې پرې ناڅاپي د زړه حمله راغلې وه او د درملنې له ټولو هڅو سره سره يې د ۲۷مې نېټې د شپې په دوولسو بجو او لسو دقيقو ساه ورکړې ده