د اسرائيل دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځمکنيو ځواکونو او ټانکونو يې د غزې په شمال کې د حماس پر ځينو پوځي موخو، بنسټيزو تاسیساتو او د ټانک ضد توغندي ويشتلو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونه له يادو بريدونو وروسته د غزې له شمال څخه خپلې خاورې ته ستانه شوي دي.
د اسرائيل د دفاعي ځواکونو وياند په همدې ورځ خبري رسنيو ته ویلي، چې ځمکني ځواکونه به يې د همدې ورځې په شپه کې پر غزې دوامدار بريدونه وکړي او په راتلونکو ورځو کې به يې نور هم زيات کړي.
د نوموړي ویاند په وينا، اسرائيلي ځواکونو له هوا او سمندر څخه پر غزې بريدونو ته دوام ورکړی دی.
د غزې روغتيا ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو د يادو بريدونو له امله ۷۰۲۸ فلسطینيان وژل شوي او ۱۸۴۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.