وانګ يي: چین او امریکا دې خپلمنځي اړيکې عادي مدار ته راوګرځوي
CMG2023/10/27 11:25:50
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر په ۲۶مې نېټې په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال انټوني بلینکن سره کتلي او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو په باب ورسره غږیدلی دی.

دواړه سیالان له لېدنې مخکې يوې خبري ناستې کې راڅرګند شوي او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

وانګ يي يادې خبري ناستې ته ويلي، چې چین او امریکا د دوو لویو هېوادونو په توګه توپیرونه او اختلافات لري، خو برعکس مهمې ګډې ګټې هم لري.

نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه دې د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې خپلمنځي تفاهم پياوړی کړي، ناسمې متقابلې پېژندنې دې کمې او خپلمنځي اجماع دې زیاته کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ ترسره کړي.

وانګ يي زیاته کړې، چې د چین او امریکې په اړیکو کې کله کله اختلافات رامنځته کيږي او ترمنځ يې د سم او ناسم ځای د تائیدېدو معیار د کوم ځواکمن قوت یا په لوړ اواز نه مالوميږي او په خبره يې، چين او امريکا باید د دريو ګډو اعلامیو مقررات مراعات کړي او کړنې يې بايد د نړیوالو قوانینو او نړیوالو اړیکو له اصولو او د زمانې پرمختګ له تمایل سره سمون ولري.

واقعیتونه به سم او ناسم ښکاره کوي او تاریخ به هرومرو عادلانه پرېکړه کوي.

(هیله)