روسيه: په اروپا کې د امريکا د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو پر وړاندې به ځوابي اقدامات غوره کړو
CMG2023/10/27 10:57:35
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د بيلاروس په پلازمينې مينسک کې خبري رسنيو ته ويلي، که امريکا په کوم اروپايي هېواد کې اټومي وسلې ځای پر ځای کړي، نو روسيه به ارامه کېنني او پر وړاندې به یې ځوابي اقدامات وکړي.

سيرګي لاوروف په همدې ورځ په مينسک کې (( د اروپا او اسيا خونديتوب: د بدلېدونکې نړۍ حقيقت او راتلونکی)) يوې لوړپوړې نړيوالې غونډې ته ويلي، چې د امریکا په شمول لوېديځو هېوادونو په اروپا کې د متقابل باور او د پوځي وسلو د کنټرول ميکانيزمونه ويجاړ کړي دي.

نوموړي ويلي، که امريکا په اروپايي هېوادونو کې اټومي وسلې ځای پر ځای کړي او يا کوم اروپايي هېواد سره د تش په نامه ګډه اټومي دنده تر سره کړي، نو دا به بې له شکه د ستراتژيکو ننګونو د زیاتوالي او د سيمه یيز ثبات د خرابوالي سبب وګرځي.

سيرګي لاوروف زياته کړې، که امريکا دغسې حالت رامنځته کړي، نو روسيه به اړ شي، چې د ناټو د زياتو ګواښونو د لېرې کولو لپاره ځوابي تدبيرونه ونیسي.