د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې په اړه ۱۰مه بېړنۍ غونډه پيل کړې ده.
ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به نن (۲۷مه) د اردن له خوا د وړاندې شوې پرېکړه لیک مسودې ته رايه ورکړي.
د اردن مرستیال لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر ايمن صفدي د عرب ليګ په استازیتوب يادې غونډې ته وينا کړې او د پرېکړه لیک د مسودې موخه يې د اسرائیل او فلسطين ترمنځ سوله یاده کړې ده او په خبره يې، دواړه لوري باید نړیوال قانون مراعات کړي.
ايمن صفدي دغه مسوده د ملګرو ملتو له اصلی مفکوري سره سمون بللې او د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو يې غږ کړی، چې د سولې او عدالت لپاره متحد شي او هڅې دې وکړي، چې فلسطیني او اسرائیلي ماشومان له جګړې او وېرې خلاص کړي.