د چين د شمال ختيځې سيمې د سمسورتيا په اړه يوه غونډه تر سره شوه
CMG2023/10/28 15:04:19
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اکتوبر په ۲۷مه په يوه غونډه کې (( په نوې زمانه کې د شمال ختيځې سيمې د هراړخيزې سمسورتيا په برخه کې د نويو برياليتوبونو لپاره د تګلارو او تدابيرو په اړه نظريې )) تر  بحث لاندې  ونیوې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.

دغې غونډې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين شمال ختيځه سيمه بايد په ۵ برخو کې خپلې مهمې دندې پلې کړي؛ د لوړ کيفيت د پرمختګ او د نوي پرمختيايي جوړښت د ابادۍ لپاره دې ټينګ ګامونه پورته او د هېواد په پرمختګ کې دې د ملاتړ رول لا پياوړی کړي.

په دغه غونډه کې د شمال ختيځې سيمې د پرمختګ په اړه ۵ فقره ييز وړاندیز وړاندې  شو، چې له مخې به يې، دغه سيمه د ټېکنالوژيک نوښت له لارې د صنعتي چارو نوښت ته وده ورکړي، د عصري کرنيزو چارو د پرمختګ لپاره به هڅې وکړي، د ايکولوژۍ ساتنې به پياوړې کړي، د باد، لمر او اټومي انرژۍ په شمول د پاکو انرژیو پرمختګ به چټک ، د سرحدي سيمو د بنسټيزو تاسيساتو طرحه او ابادي به پياوړې او د بنسټيزې ښوونې کچه  به لوړه کړي.