ایا د امريکا د استازو مجلس مشر د ټاکنو ډرامه پای ته رسېدلې؟
CMG2023/10/28 13:50:37
شريکول:

د امريکا پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۵مه د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړی مايک جوهنسون د ۲۲۰ مواقو رايو په ګټولو د دغه هېواد د استازو مجلس د نوي مشر په توګه منتخب شو او په دې سره د دغه هېواد د استازو مجلس د ټاکنو په اړه سياسي ډرامه، چې دریو اوونيو کې يې دوام درلود، پايلې ته ورسېده.

د ټاکنو بهير له جنجالونو څخه ډک و. له دې نه مخکې، د جمهوريت غوښتونکي ګوند د داخلي توپيرونو له امله ۳ نوماندان يو پر بل در شوي.

ولې جونهنسون د استازو مجلس د مشر په ټاکنو کې بريالی شوی؟

د (( واشينګټن پوست )) ورځپاڼې په يوه ليکنه کې ويل شوي، چې جونهنسون د پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ باوري پلوی دی. دا د جونهنسون د برياليتوب يو مهم سبب دی، چې نوموړی دجمهوريت غوښتونکي ګوند د داخلي عمده قوت او محافظه کارانه قوت له خوا د منلو وړ وګړی دی. يو بل پټ  دلیل دا دی، چې جونهنسون د سيناتور په توګه سابقه دار نه دی، چې يوازې ۶ کلنۍ تجربه لري. په دې مانا چې، بېلا بېلې ډلې د خپلو اجنډاوو د تر سره کولو لپاره پر نوموړي اغېزې کولی شي. په بله ژبه، د امريکا د استازو مجلس مشر د ټاکنو ډرامه پای ته نه ده رسېدلې.

د امريکا د استازو مجلس د نوي مشر مايک جوهنسون پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي.

لومړۍ ننګونه يې دا ده، چې ايا هغه د جمهوريت غوښتونکي ګوند داخلي يووالی رامنځته کولی شي؟ د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، جوهنسون پخوا په علني غونډه کې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ د عمومي ټاکنو د نتيجې ضد شک څرګند کړ او ټرمپ يې وهڅاوه، چې مبارزې ته دې دوام ورکړي.  د استازو مجلس دغه مشر، چې د سياسي دريځ افراطي محافظه کار دی، تر ټولو مهمې دندې يې د دغه ګوند د بېلا بېلو داخلي ډلو د همکارۍ رامنځته کول او د داخلي توپيرونو او بېلتون له منځه وړل دي.  که هغه يادې دندې  تر سره نه کړي، د جمهوريت غوښتونکي ګوند راتلونکی به ډېر د اندېښنې وړ وي.

بله ننګونه دا ده، چې ايا جوهنسون له ډيموکرات ګوند سره مصالحت ته رسېدلی شي او د امريکايي فيډرالي حکومت له تړل کېدو څخه مخه نیولی شي؟ څېړونکي په دې نظر دي، چې د امريکا فيډرالي حکومت د پانګو د تصويب شوې لنډمهالي لايحې پر مټ يوازې د نومبر تر ۱۷مې پورې خپلو عادي کارونو ته دوام ورکولی شي. ځکه د امريکا د دوو ګوندونو ترمنځ جنجال د سختېدو په حال کې ، جوهنسون يادې موخې ته د رسېدو په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. بر سېره پر دې، جوهنسون له اوکراين سره د مرستو په اړه مخالفه رويه او  له اسرائيلو سره د مرستو په اړه موافقه رويه لري او نظريې يې د ولسمشر جوبايډن په خلاف دي.

نړيوالو د امريکا د استازو مجلس مشر د ټاکنو له ډرامې څخه د دغه هېواد سياسي بېلتون په اړه نوی  نظر پیدا کړی او هغه حقيقت يې  موندلی، چې د امريکا ډېر سيناتوران يوازې د شخصي ګټو په اساس کار کوي او د ګوند او هېواد ګټې په پام کې نه لري.  د امريکايي سياستوالو افراطي انديويدويليزم په دغه ډرامه کې په ښکاره توګه څرګند شوی او د امريکا په سياسي نظام کې د دغه وضعيت ضد اړوند تدبيرونه شتون نه لري. د امريکا د يوې تازه سروې نتيجه ښيي، دوه پر درېيمه امريکايان په دې نظر دي، چې د دغه هېواد د دوو ګوندونو سياستوال د ګوندونو پر مقابلې بوخت دي او خپلې دندې نه تر سره کوي .