د م م پرېکړه ليک د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د اوربند لپاره د نړيوالې ټولنې غوښتنه څرګندوي
CMG2023/10/28 14:52:16
شريکول:

پر ځايي وخت د اکتوبر په ٢٧مه د ملګرو ملتونو د عمومي  اسمبلۍ په ځانګړې بېړنۍ غونډه کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوسنيو حالاتو په اړه يو پرېکړه ليک تصويب شو. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په همدې ورځ وویل، چين د دغه پرېکړه ليک د تصویبېدو هرکلی وکړ. دغه پرېکړه ليک د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د اوربند او د جګړې پای ته رسولو  لپاره د ډېرو غړو هېوادونو قوي غوښتنه څرګندوي. چين هيله لري، چې دغه پرېکړه ليک په بشپړه توګه پلی شي. چين د فلسطين د مسئلې په اړه د عربي او اسلامي هېوادونو د لارښوونکي رول ملاتړ او ستاينه کوي.

د یاد پرېکړه لیک مسوده د روانې میاشتې په ۲۷مه  د دوه پر درېيمې برخې موافقو رايو سره تصويب شوه، چې د اردن په ګډون د ۴۸ هېوادونو لخوا وړاندې شوې وه. 

په مسوده کې د دایمي او دوامداره بشردوستانه اوربند د سمدستي پلي کیدو، د غزې په تړانګه کې عامو وګړو ته د اصلي توکو او خدماتو د سمدستي برابرولو، د عامو وګړو او نړیوالو سازمانونو د ساتنې، له شمالي غزې څخه د ځايي اوسېدونکو د وتلو په اړه د اسرائيلو د حکم د لغوه کولو غوښتنه او د فلسطیني او اسرائیلي عامو وګړو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي غندنه شوې ده.