د اسرائیلو پوځ په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د پراخولو اعلان وکړ
CMG2023/10/28 14:53:51
شريکول:

د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو وياند هاجري د اکتوبر په ۲۷مه اعلان وکړ، چې د اسرائيلو پوځ به په همدې شپه د غزې په تړانګه کې د ځمکنيو عملياتو کچه پراخه کړي.

د روانې مياشتې په ۷مه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې د نوي پړاو له پيل راهیسې، دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په شمېر کې زياتوالی راغلی او شخړه لا هم روانه ده. د اکتوبر تر ۲۷مې پورې، د فلسطین او اسرائيلو په روانه شخړه کې تر ۸۸۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس په ځايي وخت د اکتوبر په ۲۷مهد غزې د اوسني بشري وضعیت په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتنه وکړه، چې باید د رفح بندر له لارې د مالونو د لېږد د تایید سیستم تعدیل  شي، ترڅو غزې ته د لا زیاتو بار وړونکو موټرونو د ننوتلو اجازه ورکړل شي. ګوتریس د بشردوستانه اوربند، د ټولو یرغمل شویو وګړو غیر مشروط خوشې کولو او د اړتیا په کچه د ژغورنې توکو د برابرولو لپاره خپل غږ تکرار کړ.