د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر په ۵مه په شانګهای کې تر سره شي. دغه نندارتون څه د پاسه ١٨٠٠ غرفې لري. تمه ده، چې د اکتوبر په ٣١مه به د ټولو غرفو اصلي جوړښت او د ټولو نندارتونونو ترتيب به د نومبر په ۲مه بشپړ شي.
څه دپاسه ۳۴۰۰ سوداګرو او ۳۹۴ زرو نندارچیانو په روان نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي، د فارچون ۵۰۰ شرکتونو او د لویو تصدیو د ګډون کوونکو شمېر ۲۸۹ ته رسېدلی دی او د نندارتون ساحه تقريبا ۳۶۷ زره مربع متره ده، چې ټول له پخوانۍ کچې څخه لوړ دي.