مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم ځانګړی نندارتون د ملتونو په ماڼۍ کې پيل شو
CMG2023/10/28 14:33:23
شريکول:

مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم ځانګړی نندارتون، چې د چين ميډيا ګروپ، په جنېوا کې د ملګرو ملتونو دفتر، په جنېوا کې د چين د دايمي پلاوي په همکارۍ جوړ شوی، د اکتوبر په ۲۶مه په جنېوا کې د ملتونو په ماڼۍ کې پرانيستل شو.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، په جنېوا کې د ملګرو ملتونو دفتر د کلتوري کمېټې مشر فرانسيسکو پيسانو، د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د دغه ځانګړي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

شن های شيونګ په خپله وينا کې وويل، د ملتونو ماڼۍ د نړيوالې ټولنې د بېلا بېلو مفکورو د تبادلې، د مختلفو کلتورونو د تګ راتګ او د بېلا بېلو تمدنونو د پيوستون لويه صحنه ده. د چين ميډيا ګروپ هيله لري، چې د ګډو موخو لرونکو ملګرو سره د نړۍ د انساني او فرهنګي تګ راتګ، کلتوري پيوستون او د خلکو د دوستۍ لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

دغه ځانګړی نندارتون به د اکتوبر تر ۳۰مې پورې دوام ولري.

له دې نه مخکې، مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون د ملګرو ملتونو په مقر، کينيا، پيرو او بريتانيا او د چين په هانکانګ او مکاو کې په برياليتوب تر سره شوی دی.