مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوی او د نړۍ په زياتو هېوادونو او سيمو کې نندارې ته وړاندې کيږي، د اکتوبر په ۲۶مه په مصر کې پيل شو.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په ويډيويي وينا کې وويل، چې د چين ميډيا ګروپ به د خپل رسنيز مسئوليت په اساس په ابتکاري لاره د چيني تمدن معلومات خپاره کړي، د چين او عربي هېوادونو د انساني او کلتوري تګ راتګ، خپلمنځي ډيالوګ او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره به هڅې او د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره به خدمتونه وکړي.
په مصر کې به دغه ځانګړی نندارتون د اکتوبر له ۲۶مې نه د نومبر تر ۲مې نېټې پورې تر سره شي.