په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۴مې دورې نندارتون دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۷مه پای ته ورسېد. د روانې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د دغه نندارتون په ترڅ کې د "تجارتي پل" په نوم ۵۳ نړیوال سوداګریز فعالیتونه ترسره شول، چې له ۲۲۰ څخه ډېر پیرودونکي او له ۶۲۰ څخه ډېر عرضه کوونکي یې راجلب کړل او د پیرودلو ارزښت څه نا څه ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی دی.
د ۲۱۵ هېوادونو او سیمو څه دپاسه ۱۵۷ زرو بهرنیو پیرودونکو په دغه نندارتون کې ګډون کړی، چې دغه شمېر د تېرې دورې د نندارتون په پرتله ۵۳،۶ سلنه زیاتوالی ښیي. شاوخوا ۶۴ سلنه يا له ۱۰۰ زرو ډېر پیرودونکي له هغو هېوادونو څخه دي، چې د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې ګډون لري.