د چين ميډيا ګروپ د المپيک له نړيوالې کمېټې سره د همکارۍ ياددښت لاسليک کړ
CMG2023/10/28 14:25:45
شريکول:

د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د المپيک د نړيوالې کمېټې مشر ټوماس باخ د اکتوبر په ۲۷مه د سويس په لاوسان ښار کې د المپيک د نړيوالې کمېټې په مقر کې د دواړو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ ياددښت لاسليک کړ، چې له مخې به يې د المپيک د لوبو د خپرونو او د المپيک د کلتور د ورپېژندنې په برخو کې همکارۍ لا پياوړې کړي. دواړو خواوو د المپيک په موزیم کې د چين ميډيا ګروپ د يادګاري خښتې د ايښوولو په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

په دغه ياددښت کې ليکل شوي، چې دواړه خواوې به د پاريس د ۲۰۲۴م کال المپيک سپورټي لوبو او د راتلونکو بېلا بېلو دورو د المپيک سپورټي لوبو په اړه د دايمي همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي، د لوبو د خپرونو، د ټېکنالوژيو د استعمال او د کاروبارونو د پراختيا په برخو کې همکارۍ پياوړې او ژورې کړي. 

شن های شيونګ د باخ په ملګرتيا د المپيک د نړيوالې کمېټې مقر له ودانۍ څخه ليدنه وکړه او نوموړي ته يې ډالۍ ورکړه.

دغه راز شن های شيونګ په همدې ورځ د اروپا د راډيوګانو ټولنې له عمومي مدير نوير کولن سره خبرې اترې وکړې.