د چين مډیا ګروپ او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان همکاريو ته رسيدلی دی
CMG2023/10/29 13:30:09
شريکول:

د چين مډیا ګروپ او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په ځايي وخت د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د سويس په ژنیو کې د همکارۍ د ارادې تړون لاسليک کړ چې دواړه خواوې به د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او خپرونې د پياوړتيا او د نړيوالو تبادلوي فعاليتونو د تر سره کولو لپاره همکارۍ وکړي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اطلاعاتو او ناشراتو وزارت مرستيال او د چين مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان عمومي مدیر دارن تانګ د دواړو خواوو په استازيتوب دغه تړون لاسليک کړ. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چين استازي چن شو د دغه تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.