وانګ يي د امريکا له ستراتيژيکو شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/10/29 10:54:13
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ځايي وخت د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په واشنګټن کې د امريکا د ستراتيژيکې ټولنې له شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، امريکا ته د ده سفر په ترڅ کې چين او امريکا د مساوي او متقابل درناوي په رویه د ګډې پاملرنې وړ د زياتو مسئلو په اړه ژورې، رغنده او واقعي ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې او په ګډه يې د چين او امريکا د اړيکو د ثبات او ښه والي لپاره مثبته نښه روښانه وکړه. که څه هم د چين او امريکا تر منځ لا هم بېلابېل توپيرونه او زياتې مسئلې شته چې بايد حل شي، خو دواړه خواوې په دې باور دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې ګټورې او ضروري دي.

وانګ يي د چين او امريکا ترمنځ د پوځي تګ راتګ، پولي چارو، ساینس او ټېکنالوژۍ، کلتوري همکارۍ، د چين د پانګونې چاپيريال، د منځني ختيځ د حالاتو او د اوکراین بحران په اړه له ګډون کوونکو سره د نظریو ژورې تبادلې وکړې.