د اسرائيلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو د اکتوبر په ٢٨مه نېټه په تل ابيب کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د روانې میاشتې د ٢٧مې نېټې په شپه نور زيات اسرائيلي ځمکني ځواکونه غزې تړانګې ته ننوتل او په دې سره د حماس پر ضد د اسرائيلي ځواکونو د پوځي عملياتو دوهم پړاو پیل شوی دی.
نتانیاهو وویل، د اسرائیلو پوځي هدف ډېر څرګند دی چې د حماس د پوځي او حکومتدارۍ توان له منځه یوسي او د بندیانو په بېرته ستنیدو کې مرسته وکړي.
د حماس یوې وسله والې څانګې عزالدین قسام د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې حماس غواړي له اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي او له اسرائیلو څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوی په زندانونو کې ټول فلسطيني بندیان خوشي کړي او په بدل کې به يې حماس هم اسراييلي بنديان ازاد کړي.