شي جين پينګ د چيني ملت د ټولنې د مفهوم پر مهم ارزښت تاکيد وکړ
CMG2023/10/29 11:16:26
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د چيني ملت د ټولنې مفهوم د ټينګولو په پار د زده کړو ۹مه ناسته تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په دغه ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين بايد د چيني ملت د ټولنې مفهوم د ټينګولو لپاره د بېلا بېلو قومونو د ګډ برخلک ټولنې په اړه د مفکورې د پياوړتيا په برخه کې د خلکو لارښوونه وکړي.

شي جين پينګ وويل، چې د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته د چين د بېلا بېلو قومونو خلکو د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا نوی مزل پيل کړی. دغه راز د چين کمونېست ګوند د قومونو په چارو کې له نوي وضعيت او دندو سره مخ دی. د عصري او ځواکمن سوسياليستيک هېواد د ابادۍ په لور د پرمختګ په لاره کې هيڅ قوم نه شي محرومېدای. چين به د بېلا بېلو قومونو يووالی او ګډې هڅې تحريک کړي او هغې موخې ته به ورسيږي، چې د بېلا بېلو قومونو خلک د ګډ پرمختګ او سمسورتيا له لاسته راوړنو څخه برخه من شي.