د امریکا ولسمشر جو بایډن له وانګ یي سره وکتل
CMG2023/10/29 10:48:43
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بایډن په ځايي وخت د اکتوبر په ٢٧مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي وويل، د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره تر ټولو مهم سياسي بنسټ دی او بايد په جدي توګه وساتل شي. چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او ښه والي په اړه د امريکا ارادې ته په درنه سترګه ګوري. ده وويل، چې دواړه خواوې بايد د نړۍ، تاريخ او خلکو په وړاندې په مسوولانه توګه عمل وکړي او د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره دې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړانديز شوي د متقابل درناوي، سوله ييز ژوندانه او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو د تر لاسه کولو پر دريو اصولو ټینګار وکړي، دا نه يوازې د چین او امریکا او د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون خوری،  بلکې د نړيوالې ټولنې ګډې هيلې هم دي.

جو بایډن له چین سره د اړیکو په اړه خپل دریځ روښانه کړ او څرګنده یې کړه چې امریکا غواړي له چین سره تماسونو ته دوام ورکړي او له نړیوالو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.

وانګ يي د دغه سفر په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره هم دوه دورې خبرې اترې وکړې او د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر له مرستيال سليوان سره يې ستراتيژيکې خبرې اترې وکړې.