په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر سلاکار ايمانويل بوني به د چين او فرانسې ترمنځ په ستراتيژيک ډيالوګ کې ګډون وکړي
CMG2023/10/29 09:44:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۲۸مه وويل، چې په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر سلاکار ايمانويل بوني به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مشر وانګ يي په بلنه د اکتوبر له ۲۹مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په چين کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستراتيژيک ډيالوګ کې ګډون وکړي.