د پارا د څلورمې دورې اسيايي لوبو د پای مراسم د اکتوبر د ۲۸مې نېټې په ماښام د چين د جه جيانګ ولايت په هانګجو ښار کې تر سره شول.
د ۴۴ اسيايي هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۰۰۰ معلولو لوبغاړو په تېرو اوو ورځو کې په بېلا بېلو سياليو کې د مبارزې او زړه ورتوب روحيه، د پرمختګ قوت او غښتلی سلوک ښودلی. د چين لوبډلې، د ايران لوبډلې او د جاپان لوبډلې په جلا جلا توګه د ۲۱۴، ۴۴ او ۴۲ طلايي مډالونو په ګټلو سره د طلايي مډالونو په درجه بندۍ کې درې مخکښ ځايونه نيولي دي.