سي اېم جي(چين ميډيا ګروپ) د اکتوبر په ۲۸مې نېټې د چين او يونان د لرغونو تمدنونو له تبادلوي مرکز او د المپيک له نړيوالې اکاډمۍ سره د همکاريو ياددښتونه لاسليک کړي، چې له مخې به يې دواړه خواوې د کلتوري تګ راتګ او د المپيک روحيې د خپرولو په برخو کې همکارۍ وکړي.
د سي اېم جي مشر شن های شيونګ په جلا جلا توګه د نوموړي مرکز له مشر تيليوس ويرويداکيس او د يادې اکاډمۍ له مشر ايسيدوروس کوويلوس سره همکاريز ياددښتونه لاسليک کړي دي.
په يونان کې د چين سفير شياو جون هم د يادو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و.
د يونان صدراعظم کيرياکوس ميټسوتاکيس د سي اېم جي او د چين او يونان د لرغونو تمدنونو د تبادلوي مرکز ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د اړوند تړون د لاسليک په مناسبت دغو سازمانونو ته مبارکي ويلې ده.
نوموړي د يونان د سپورټ وزارت د مرستيال يانيس وروټسيس له لارې د المپيک نړيوالې اکاډمۍ او سي اېم جي ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګښت په مناسبت دغو سازمانونو ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې د المپيک ارزښتونه په چيني ټولنې کې پراختيا ومومي.