د روسيې ملي دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۹مې نېټې په يو راپور کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د خيرسون، کوپيانسک، کراسني ليمان له لوري د اوکرايني ځواکونو څو بريدونه په شا تمبولي دي.
راپور وايي، چې روسي ځواکونو د اوکراين د سرتيرو او تجهيزاتو پر څو ځايونو هم بريدونه کړي او د ډروڼونو د قوماندې مرکز، استخباراتي مرکز او د الکترونيکي جنګ سيسټم په شمول پوځي هدفونه يې ور ويجاړ کړي دي.
د اوکراين د ځواکونو لوی درستيز رياست په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ميليتوپول باخموټ او مارينکا له لوري له روسي ځواکونو سره سختې جګړې کړې دي.
اعلاميه وايي، چې اوکرايني ځواکونو د روسيې د سرتيرو او تجهيزاتو پر پټنځاي او ګودامونو زيات هوايي بريدونه کړي او د روسي ځواکونو د قوماندې پر مرکز يې توغندي ويشتلي او د زياتو ډرونونو مخه يې نيولې ده.