د چين د کرنې او کلیو چارو وزارت په دې وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د مني فصل د غلو دانو د حاصلاتو انډول له ۸۵ سلنې څخه پورته ښودل شوی دی.
د چين حکومت په بېلا بېلو سيمو کې کرنيزو چارو ته تخنيکي او مالي ملاتړ برابر کړی او د مني فصل غلو دانو حاصلاتو کې يې پوره زياتوالی راغلی دی.
د چين بزګرانو اوسمهال په ټول هېواد کې د ژمي فصل د غنمو د کښت لپاره لږ تر لږه ۶۵٪ چارې بشپړې کړې دي.
(ژباړه: شکريه)