د کمبوډيا لومړی وزير هن مانیټ: له چین سره به لرغونې دوستي نوره هم ټينګه کړو
CMG2023/10/30 15:07:28
شريکول:

د کمبوډيا لومړي وزير هن مانیټ له سي اېم جي سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې حکومت به يې د کمبوډيا او چين ترمنځ د ۶۵ کلنې دوستۍ د لا ټينګښت په پار هڅو ته دوام ورکړي او خپلمنځي همکارۍ به ورسره نورې هم پراخې او تقويه کړي.

نوموړي ويلي، حکومت يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوو وړانديزونو(د نړیوال پرمختګ وړانديز، د نړيوال خوندېتوب وړانديز، د نړيوال تمدن وړانديز او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز) څخه ملاتړ کوي او په وينا يې، دغه وړانديزونه د نړيوالې همغږۍ او سمسورتيا په ساتلو کې مرسته کولی شي.

هن مانیټ ويلي، وروستی نړيوال وضعيت ددې ښکارندويي کوي، چې ټول هېوادونه د وبا او جګړې په ګډون د نړیوالو پېښو او ننګونو له اغېزو څخه په اسانۍ ځان نه شي خلاصولی، نو دا ډېره مهمه ده، چې په نړۍ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي.

نوموړي زياته کړې، چې مونږ ټول باید ګډ کار وکړو، د نړۍ د راتلونکې لپاره بايد زیات مسئوليتونه پر غاړه واخلو او يوازې د يو هېواد د راتلونکي لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د راتلونکي لپاره باید غوره چارې ترسره کړو.