اسرائيل د اکتوبر په ۲۹مې نېټې اعلان کړی، چې د غزې ځينو ځايونو ته به هره ورځ ۲۸ ميليونه ليتره اوبه برابرې کړي.
اسرائيلي رسنيو په همدې ورځ د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت د يوې ادارې په قول خبر ورکړی، چې غزې ته يې په دوو نلليکو کې اوبه ورخوشې کړې دي.
اسرائيل او فلسطين د روانې مياشتې په ۷مې نېټې د نوي پړاو نښتې پيل کړي او د همدې مياشتې په ۹مې نېټې د اسرائيل د انرژۍ وزير اړوندو ادارو ته پر غزې د اوبو بندولو امر کړی و.
( سپوږمۍ)