هه لي فنګ د فرانسې د ولسمشر سلاکار ايمانويل بوني سره تيلېفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/30 10:55:19
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د مالي دفتر مشر هه لي فنګ د اکتوبر په ۲۹مې نېټې د فرانسې د ولسمشر له سلاکار ايمانويل بوني سره تلېفوني خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د چين او فرانسې د ۹مې دورې د لوړې کچې اقتصادي او مالي ډيالوګ د پايلو د عملي کېدو او ځينو نورو مسئلو په اړه رغنده تبادلې کړې دي.

هه لي فنګ ويلي، چې راتلونکی کال د چين او فرانسې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۰مې کاليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکو لارښوونو لاندې یې اړيکو ښه پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ويلي، چين به له فرانسې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې ښې پلې کړي او په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د لا زياتو لاسته وړنو لپاره به هڅې وکړي.

سلاکار ايمانويل بوني ويلي، چې فرانسه غواړي له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ماليې او ځينو نورو برخو کې نظر تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکې يې نورې هم نږدې کړي.