د چین او امریکې د جګپوړو چارواکو ملاقات څرګنده نښه ښيي
CMG2023/10/30 11:17:19
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې پورې امریکا ته رسمي سفر وکړ. هغه په جلا جلا توګه د امریکې له ولسمشر جوبایډن، خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن او د امریکې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار جاک سلوان سره وکتل. دا د سږ کال په جون میاشت کې له چین څخه د امریکې د څو تنو جګپوړو چارواکو تر لیدنې وروسته، امریکا ته د چین لوړپوړي چارواکي لومړي سفر دی.

وزیر وانګ يي په دغه سفر کې د چین او امریکې اړیکو پر ټينګښت څرګندې غوښتنې وړاندې کړې چې دواړه خواوې باید د دواړو هېوادونو د مشرانو له اجماع سره سمون ولري، خپلمنځي اړیکې دې ثابتې کړي، د خپلمنځي تبادلې لارې دې هوارې کړي، خپلمنځي توپیرونه او اختلافات دې کنټرول کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي.

وانګ يي په اشارې وویل، چې یادې غوښتنې په سږ کال کې د چین او امریکې د اړیکو له پېچلي بدلون څخه راغونډې شوې تجربې او درسونه دي. چین په عین وخت کې درې دندې ټاکلې چې چین او امریکا باید یو د بل ستراتیژیکې موخې په عیني توګه وپېژني، په خپلمنځي اړیکو کې دې د سیالۍ عوامل ښه درک کړي، د خپل هېواد امنیتي مانا او مفهوم ته دې مناسب ځای ورکړي. له دې څخه ښکاري چې چین له امریکې سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه مخ په څرګندېدو پېژندنې او پلانونه لري.

 امریکې په دې اړه هم فعال ځواب وښود. شنونکو وویل، چې د بایډن حکومت د ۲۰۲۴م کال د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له فشار سره مخ دی او باید په ډیپلوماتیکه برخه کې وړتیا ولټوي. له چین سره ښې اړیکې ټينګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورې همکارۍ پياوړتیا په ډيپلوماتیکه برخه کې د بایډن حکومت تر ټولو ممکنه وړتیا وګرځي. نو د امریکایي اړخ له وانګ يي سره په کتنه کې فعاله څرګندونې ښکاري چې د چین له وړاندیدوینې سره سمون لري.

اوس د چین او امریکې ترمنځ د اقتصادي او پولي چارو کاري ګروپونو په وار سره په کارونو پيل وکړ، د سیمې چارو تبادلې او د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په شمول برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ هم د عادي کېدو په حال کې دي، د دواړو خواوو د بېلا بېلو کچو تبادلې مخ په زیاتېدو دي. له دې څخه ښکاري، چې که امریکا له چین سره په همکارۍ کې عملي او اغېزمنه رویه غوره کړي، نو دواړه خواوې به رښتینی بریالیتوب تر لاسه کړي.

د چین او امریکې اړیکې په نړۍ کې د تر ټولو مهمو دوه اړخیزو اړیکو په توګه د انسان له برخلیک او راتلونکي سره نږدې اړیکې لري. د چین دولت رئیس شي جين پينګ ویلي چې دواړه خواوې باید د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اصل پلی کړي.

د تایوان مسئله د چین په کلیدي ګټو کې مرکزي مسئله ده او د چین او امریکې په اړیکو کې تر ټولو حساسه موضوع ده. واشنګټن له یودې مودې راهیسې له چین سره د همکارۍ غوښتنې د وړاندې کولو په عین وخت کې د تایوان مسئلې په کارولو سره د چین د پرمختګ مخنیوی کړی. د بایډن حکومت د سږ کال د تېر اګست په پای کې پر لومړي ځل د تش په نوم د نړۍ د نورو هېوادونو د پوځي سرمایو د راغونډېدو پلان په تصویبېدو سره تایوان ته د نظامي مرستې برابرښت هوډ وکړ.

وانګ يي په دغه سفر کې پر دې ټينګار وکړ، چې د تایوان تنګي د سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ له چین څخه د تایوان بېلتون دی، دا هم د چین او امریکې د اړیکو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده. دواړه خواوې باید له دې سره کلک مخالفت وکړي او اغېزناک تدبیرونه ونیسي. د تایوان مسئله د چین په کلیدي ګټو کې نښه شوې سره کرښه ده.

دا چې چین او امریکا د دواړو مشرانو د سانفرانسیسکو اجماع د تطبیق لپاره په ګډه کوښښونه کوي، امریکا هم باید رښتیني او دوامدار کوښښونه وکړي.