په بېجينګ کې د ځوانانو د پرمختګ نړیوال فورم پرانیستل شو
CMG2023/10/31 10:26:09
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال لپاره د ځوانانو د پرمختګ نړیوال فورم د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې پرانیستل شو.

د چین د ملي ولسي کانګرېس د دایمې کمېټې مرستیال لوسانګ جیانګڅون د دغه فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ځوانان د هېواد او نړۍ راتلونکی او د پرمختګ برابرونکي بللي او ويلي يې دي، چې چين به له مختلفو هېوادونو سره د ګردې نړۍ د پرمختګ په پروسه کې ځوانانو ته د دندو سپارلو، د دوی د توان د پیاوړتیا او له ځيرکتیا يې د پوره کار اخيستنې لپاره کوښښونه وکړي.

د ځوانانو د پرمختګ په سږني فورم کې څه دپاسه ۲۰۰۰  کورني او بهرني ځوان لارښوونکي په انلاین او افلاین ډول برخه لري او د فورم په څنډې کې به د ګردې نړۍ د ځوانانو پرمختګ عملي پلان او د لومړۍ ډلې سل نمونوي پروژې هم نندارې ته وړاندې شي. (هیله)