پر چين د جاپان د تيري ضد جګړه کې د امريکا د فلاينګ ټايګرز د مرستو د ۸۰مې کليزې د يادونې فعاليت تر سره شو
CMG2023/10/31 15:08:37
شريکول:

د امريکا دوو اوږد عمره عسکرو، چې په جلا جلا توګه يې ۱۰۳ کلن هاري مويير او ۹۸ کلن ميلوين مکمولين دي او دواړه د فلاينګ ټايګرز (Flying Tigers) په نوم د امريکا د داوطلبانو ډلې غړي وو، د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د جاپان له تيري سره د چينايانو  د مقاومتي جګړې د يادونې په موزيم کې د دغې جګړې د اتلانو او قربانیانو يادګاري مجسمې ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې. د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډلې (Flying Tigers) د امريکا د داوطلبانو ډلې د بل نوم په توګه په چين کې ډېر شهرت لري.

له دې نه لږه موده مخکې، د امريکا او چين د هوايي چلند ميراثونو صندوق مشر جيفرين ګرين او د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډلې زړو عسکرو مويير او مکمولين په ګډه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ولېږه. نوموړو په دغه پيغام کې رئيس شي جين پينګ ته د چين او امريکا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د دغه صندوق او د فلاينګ ټايګرز ډلې د خدمتونو معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه د روحيې د ساتلو او خپرولو هيله يې وښوده. رئيس شي جين پينګ دوی ته ځوابي پيغام ولېږه او پر دې يې ټينګار وکړ، چې په نوې زمانه کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د فلاينګ ټايګرز ډلې د غړو ګډون او ملاتړ ته اړتيا لري او هيله يې وښوده، چې د دغې ډلې روحيه به د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا نسل په نسل وساتل او خپره شي.

د جاپان له تيري سره په مقاومتي جګړه کې د امريکا د داوطلبانو ډلې د مرستو د ۸۰مې کليزې د يادونې فعاليت په بېجينګ کې د يادې جګړې د يادونې په موزيم کې تر سره شو. ګرين، مويير، مکمولين، د فلاينګ ټايګرز ډلې د غړو د راتلونکو نسلونو څه باندې ۳۰ تنو او د چين او امريکا د بېلا بېلو برخو نژدې ۱۰۰ تنو په دغه فعاليت کې ګډون درلود.

د چين او امريکا خلکو پر چين د جاپاني تيري ضد جګړه کې په ګډه جنګ کړی او کلکه او ژوره دوستي يې ټينګه کړې. د فلاينګ ټايګرز ډلې له ۲۰۰۰ زياتو غړو په دغه جګړه کې ځانونه قربان کړي، چيني خلکو له ۲۰۰ زيات امريکايي پيلوټان ژغورلي او زرګونو چينايانو په ژغورونکو عملياتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مکمولين له موزيم څخه د ليدنې پر مهال د جاپاني فاشيستانو ضد جګړه کې د امريکايي عسکرو او چينايانو د نژدې همکارۍ خاطرات ياد کړل او ويې ويل، چې (( موږ د جګړې په موده کې اوږه په اوږه همکارۍ کړې او د سولې په موده کې دې يو د بل دايمي ملګري یو. ))

ګرين په دغه فعاليت کې وويل، چې د فلاينګ ټايګرز ډلې اړوندې کيسې د چين ډېرو کورنيو ته ښې معلومې دي. د رئيس شي جين پينګ ځوابي پيغام بيا امريکا او نړۍ ته څرګندوي، چې چينايان به هېڅکله خپل زاړه ملګري هېر نه کړي. دا امريکايانو ته زموږ مهم پيغام هم دی.  

اغلې نيل کالوې(Nell Calloway)، چې د هغې نيکه د فلاينګ ټايګرز ډلې د بنسټګر امريکايي جڼرال کلايري لي شيناولټ (Claire Lee Chennault) دی، له دغه موزيم څخه د ليدنې وروسته وويل، چې په چين کې د فلاينګ ټايګرز ډلې تجربې ښيي، چې چينايانو او امريکايانو د جګړې په موده کې د سولې لپاره ګډې هڅې کړې. نوموړې زياته کړه، چې دغه روحيه په اوسنۍ زمانه کې لا مهم ښکاري او زموږ لپاره د زده کړې وړ ده.

د تاريخ د يادونې موخه په ښه توګه د راتلونکي خپلول دي. لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو هيله پر خلکو، بنسټ يې پر ملکي تګ راتګ او راتلونکی يې پر ځوانانو تکيه کوي.

د امريکا او چين د هوايي چلند ميراثونو صندوق او د فلاينګ ټايګرز ډلې زاړو عسکرو له اوږدې مودې راهيسې په چين او امريکا کې د دغې ډلې د اړوندو کيسو د خپرولو لپاره هڅې کړې دي. نوموړي صندوق تېر کال د فلاينګ ټايګرز ډلې د دوستۍ ښوونځي او ځوانو مخکښانو په نوم پلان په تطبيق پيل وکړ. سږکال د دغه صندوق تر هڅونې لاندې د امريکا د نيوادا ايالت يوه منځني ښوونځي د چين له دوو منځنيو ښوونځيو سره د د فلاينګ ټايګرز ډلې د دوستۍ د ښوونځيو اړيکې ټينګې کړې دي.

جکسون لونګ، چې د فلاينګ ټايګرز ډلې د فقيد سرتيري کليفورډ لونګ کړوسی دی، له موزيم څخه د ليدنې وروسته وويل، چې ډېر ګټور معلومات يې تر لاسه کړي دي او هيله لري چې په چين کې تر لاسه شوې تجربې له خپلو ملګرو سره شريکې کړي، څو لا زيات وګړي د فلاينګ ټايګرز ډلې او چين په اړه معلومات ترلاسه کړي.