د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۳۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چين د دې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مصنوعي ځيرکتيا پر ادارې بحثونه وشي، د پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او وينا حق زيات شي او په دې اړه د مختلفو خواوو د منلو وړ اداري چوکاټ او معيارونه وټاکل شي.
نوموړي د مصنوعي ځيرکتيا د چلند اداره د ټولو انسانانو ګډو ګټو پورې تړلې بللې او په وينا يې، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ګډې هڅې وکړي.