هان جنګ د امريکا د فلاينګ ټايګرز له پخوانيو سرتيرو سره وکتل
CMG2023/10/31 10:54:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ د اکتوبر په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د فلاينګ ټايګرز (Flying Tigers)په نوم د امريکا د هوايي ځواکونو د پخوانيو عسکرو له پلاوي سره کتلي دي.

هان جنګ له ياد پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ يوه موده دمخه د امريکا او چين د هوايي چلند ميراثونو صندوق مشر او د فلاينګ ټايګرز پخوانيو سرتيرو ته ځوابي پيغام استولی او پکې يې ويلي، چې  چينايان به د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډلې زړورې کړنې تل په ياد ولري.  

نوموړي ويلي، چين او امريکا څه باندې ۸۰ کاله دمخه د فاشيزم ضد نړيواله جګړه کې اوږه په اوږه جنګ کړی او د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډله د دواړو هېوادونو د خلکو د ژورې دوستۍ ښه څرګندويي کوي.

هان جنګ ويلي، چې نننۍ نړۍ له زياتو سترو ننګونو سره مخ ده او په وينا يې،  چين او امريکا په ګډو هڅو کولی شي، چې پر وړاندې يې مقابله وکړي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې متقابل درناوی ولري، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي، د متقابلو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ تر سره کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره دې لا زيات خدمتونه وکړي.