جانګ یو شیا د روسیې له دفاع وزیر سیرګي شویګو سره وکتل
CMG2023/10/31 10:22:53
شريکول:

د چین د مرکزي پوځي کمیسیون مرستیال رئیس جانګ یو شیا د اکتوبر په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د روسیې له دفاع وزیر سیرګي شویګو سره کتلي دي.

سیرګي شویګو د بېجينګ شیانګ شان فورم کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.

جانګ یو شیاو له نوموړي سره په خبرو کې د چین او روسیې ترمنځ ښه ګاونډيوب، هراړخیزې ستراتيژیکې همکارۍ او د ګډو ګټو پر بنسټ پياوړې تبادلې يې له تاریخي تمایل سره سمې بللي دي.

نوموړي ويلي، د رئیس شي جين پینګ او ولسمشر ولادمیر پوتین د لارښوونو تر چتر لاندې، د چین او روسیې اړیکې په لوړې سويې کې ساتل شوي او د ځواکونو ترمنځ اړیکې يې مخ په ټينګېدو دي.

جانګ یو شیاو ويلي، چې چين به له روسیې سره د ډول ډول امنیتي ننګونو او ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او د نړۍ د ستراتيژيکې برابرۍ او ثبات لپاره کوښښونه وکړي.

وزیر سیرګي شویګو ویلي، چې روسیه به له چین سره عملي او اغېزناکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د ځواکونو تر منځ اړیکې به يې نږدې کړي.

 (هیله)